افغانستان

افغان ښځې د کاري فرصتونو له نشتوالي او بې‌وزلۍ شکایت کوي

افغان ښځې وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د زده‌کړو او کار محدودیتونو د دوی اقتصادي وضعیت خراب کړی او ګڼې کورنۍ یې له سختې بې‌وزلۍ سره مخ کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، په نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په سخته بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

بلخوا، د کار نړیوال سازمان وايي، افغانستان د ښځو د کاري ګډون د کچې له مخې په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې وضعیت یې د ښځو له اقتصادي فعالیتونو څخه د پراخ محرومیت ښکارندویي کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغان ښځو د کار له محرومیت څخه د افغانستان اقتصادي زیان شاوخوا ۹۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې د هېواد د ناخالص کورني تولید ۵،۸ سلنه جوړوي.

افغان ښځې وايي، د کار او زده‌کړو پر محدودیتونو سربېره، د کورنیو اقتصادي ستونزو یې ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *