ډیپلوماټ خپرونې په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بندیز سره سره د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید یو ځل بیا زیات شوي دي.
د لیکنې له مخې، د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو کښت ۴۳ زره هکټارو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۳۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، د تریاکو تولید هم له ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.
ډیپلوماټ لیکلي، چې بدخشان او تخار د کوکنارو د کښت مهم مرکزونه دي او د ټول کښت ۷۶ سلنه برخه جوړوي.
په دې تحلیلي لیکنه کې بېوزلي، د بدیلو کرنیزو محصولاتو نشتوالی او د قاچاقي شبکو فعالیت د کوکنارو د کښت د زیاتوالي مهم لاملونه بلل شوي دي.
بلخوا د طالبانو حکومت په بار بار ویلي، چې د کوکنارو او نشه یې توکو پر وړاندې یې سخته مبارزه روانه کړې، چې په ټول هېواد کې څوک نشي کولی، چې د نشه یي توکو کښت او قاچاق وکړي.
شنونکي وایي، که د نړۍوالې ټولنې لخوا په افغانستان کې د کروندګرو سره د کوکنارو او نشه یې توکو د کښت بدیل معیشت برخه کې همکاري وشي، په افغانستان کې به په بشپړ ډول دغه کښت له منځه لاړ شي.
