Home افغانستان د مسعود د تلین په مناسبت د پاکستاني رسنیو پراخ پوښښ؛ هغه یې پر بېلابېلو نومونو ستایلی دی
افغانستان سیاست

د مسعود د تلین په مناسبت د پاکستاني رسنیو پراخ پوښښ؛ هغه یې پر بېلابېلو نومونو ستایلی دی

د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د ۲۵م تلین په مناسبت، د پاکستان یو شمېر رسنیو نن د نوموړي ژوند، سیاسي او پوځي فعالیتونو او په افغانستان کې د هغه د رول په اړه بېلابېل مطالب، ځانګړې خپرونې او راپورونه خپاره کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکي وايي، چې پاکستاني رسنیو د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت زیات تمرکز کړی او په خپلو خپرونو کې یې نوموړي ته بېلابېل ستاینیز لقبونه ورکړي دي.

دوی دغه پوښښ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو سیاسي او امنیتي اختلافاتو په رڼا کې ارزوي.

یو شمېر شنونکي هم باور لري، چې په دې وروستیو کې د پاکستان ځینې رسنۍ د افغانستان له اوسني وضعیت، د طالبانو د حکومت له مخالفو ډلو او د هغوی له فعالیتونو سره اړوندو موضوعاتو ته زیات پام اړوي.

احمدشاه مسعود د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۹مه په تخار ولایت کې د دوو ځانمرګو بریدګرو په برید کې ووژل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version