Home افغانستان د طلوع‌نیوز ویاند منصور نیازی په کابل کې نیول شوی
افغانستان

د طلوع‌نیوز ویاند منصور نیازی په کابل کې نیول شوی

ځینو سرچینو ویلي چې د طلوع‌نیوز د خپرونو وړاندې کوونکی منصور نیازی د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې نیول شوی دی.

د معلوماتو له مخې، نوموړی د کابل ښار د کارته چهار له سیمې څخه نادرکه شوی او ګومان کېږي، چې د طالبانو د استخباراتو له خوا له ځان سره وړل شوی دی.

سرچینې وایي، له نیول کېدو څخه دوه ورځې تېرې شوې، خو تر اوسه د هغه د ځای او وضعیت په اړه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

طلوع‌نیوز او د طالبانو چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال په کابل کې د طالبانو له لوري د پیګرد خبري آژانس یو تن مسوول هم نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو بیا ځلې واک ته په رسېدو سره په هېواد کې خپلواکې رسنۍ ځپل شوې او د طالبانو لخوا د خبریالانو نیونو او د رسنیو بندولو پر رسنیزه محتوا پراخ منفي اغیز کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version