Home افغانستان حامد کرزی: د ډیورند فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو هڅې د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف دي
افغانستان سیاست

حامد کرزی: د ډیورند فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو هڅې د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف دي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، په وروستیو کې د پاکستان له لوري د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پر مېشتو کلیو او ولسونو نظامي او اقتصادي فشارونه زیات شوي دي.

کرزی وایي، د دغو فشارونو موخه دا ښکاري چې د سیمې پتمن خلک اړ کړل شي څو د امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستان اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.

د هغه په وینا، د همدې وضعیت په پایله کې د کرښې د دواړو غاړو د ځینو قومي مشرانو ترمنځ د «امن د هوکړې» په نوم اسناد لاسلیک شوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې رسمي تأیید او هرکلی هم شوی دی.

حامد کرزي دغه اقدامات د پاکستان له لوري د ډیورند فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد اقدام بللی دی.

هغه ټینګار کړی، چې اړوند مسوول چارواکي باید د دغو تحولاتو په اړه افغان ولس ته روښانه وضاحت وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version