افغانستان

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۶۷۷ افغان خبریالان جلاوطنه شوي

د بې پولې خبریالانو ټولنې (RSF) ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لږ تر لږه ۶۷۷ افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو، محدودیتونو او د رسنیز فعالیت لپاره د نامناسب چاپېریال له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي.

یاد سازمان د جون شلمې، د کډوالو د نړۍوالې ورځې، په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې افغانستان د نړۍ د خبریالانو د جلاوطنۍ اصلي مرکز بللی او ویلي یې دي، چې د افغان خبریالانو پراخې کډوالۍ د خپلواک ژورنالېزم لپاره ستر زیان اړولی دی.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د معلوماتو له مخې، افغان خبریالان اوس په لسګونو هېوادونو کې ژوند کوي او ډېری یې لا هم له هېواده بهر د افغانستان اړوند خبرونه او راپورونه چمتو کوي.

د خبریالانو بې‌پولې ټولنې ټینګار کړی، چې د رسنیو پر وړاندې محدودیتونه، د بیان ازادۍ کمزوري کېدل او د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه د دې لامل شوي چې سلګونه رسنیز کارکوونکي خپل هېواد پرېږدي او په جلاوطنۍ کې ژوند ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *