د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د خوست ولایت د شمل دوه منده ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سروزرو کان د استخراج تړون یې له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه تړون د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري او د جاوېدخان نیازي د کانونو د استخراج او پروسس سوداګریز شرکت ترمنځ د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی. وزارت وایي، په دغه کان کې به یاد شرکت د ۸۰۲ میلیونو افغانیو ډېره پانګونه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، شرکت ژمنه کړې، چې د پروژې چارې به په ټاکلي وخت، روڼتیا او د تړون له شرایطو سره سم پر مخ وړي او د سیمې خلکو ته به د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم خپلې ژمنې عملي کوي. د وزارت د معلوماتو له مخې، په یاد کان کې د اسلامي امارت ونډه ۶۰ سلنه ټاکل شوې ده.
بلخوا د سیمې اوسېدونکي وایي، چې دوی د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې برخې دي او د شمل دوه منده ولسوالي یوه لېرې پرته غرنی سیمه ده، چې د خلکو اقتصادي وضعیت پکې تر بل هر وخت خراب شوی دی.
د دغه تړون د لاسلیک خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د افغانستان د کانونو د استخراج د څرنګوالي، تخنیکي معیارونو او قراردادونو د شفافیت په اړه لا هم پوښتنې مطرح کېږي. یو شمېر اقتصادي او کانپوهان اندېښنه څرګندوي، چې د مسلکي او معیاري سروېګانو له بشپړې ارزونې پرته د کانونو استخراج ښايي د ملي شتمنیو د ارزښت د کمېدو او د سرچینو د غیر مؤثرې استفادې لامل شي. همدارنګه، منتقدین ټینګار کوي، چې د کانونو د قراردادونو ارزښت، د استخراج شرایط او د عوایدو د وېش میکانیزم باید په روڼ ډول له خلکو سره شریک شي، څو د ارزانه بیې او غیر مسلکي استخراج په اړه اندېښنې کمې شي.
