Home افغانستان د ثور اوومه؛ یو شمېر شنونکي دغه ورځ په افغانستان کې د جګړو او بدبختیو پیلامه بولي
افغانستان سیاست

د ثور اوومه؛ یو شمېر شنونکي دغه ورځ په افغانستان کې د جګړو او بدبختیو پیلامه بولي

نن د ثور اوومې ۴۸ کاله پوره شوه، خو اغېز یې نن هم پر هېواد سیوری غوړولی دی. هغه ورځ چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د «ثور انقلاب» په نوم یادیږي او د هېواد سیاسي نظام یې بدل کړ.

په همدې ورځ د هغه وخت د ولسمشر محمد داوود خان حکومت د خلق دیموکراتیک ګوند د غړو له خوا نسکور شو او له دې سره د هېواد په سیاسي جوړښت کې بنسټیز بدلون رامنځته شو.

له دې پېښې وروسته په افغانستان کې د کمونستي نظام دوره پیل شوه، چې د پراخو سیاسي بدلونونو ترڅنګ د اوږدې جګړې او بې‌ثباتۍ د پیل لامل وګرځېده.

سیاسي شنونکي وايي، د ثور اوومه د افغانستان په معاصر تاریخ کې له تر ټولو مهمو او لانجمنو ورځو څخه ده، چې اغېزې یې تر نن ورځې په سیاسي او ټولنیز وضعیت کې محسوسېږي.

د شنونکو په باور، په هېواد کې د بار بار نظامونو سقوط او کودتاوو افغانستان خورا کمزوری کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version