Home افغانستان د بنو کینټ نه د ۲۰۰ پاکستاني پوځیانو د تېښتې ادعا؛ ټي ټي پي یې د پوځ د ټیټ مورال نښه بولي
افغانستان

د بنو کینټ نه د ۲۰۰ پاکستاني پوځیانو د تېښتې ادعا؛ ټي ټي پي یې د پوځ د ټیټ مورال نښه بولي

تحریک طا.لبان پاکستان (ټي ټي پي) ادعا کړې، چې د خیبر پښتونخوا د بنو له پوځي کینټ څخه شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني پوځیانو خپلې دندې پرېښي او د تېښتې هڅه یې کړې ده. د یاد غورځنګ په وینا، دغه پوځیان د جګړې له وېرې تښتېدلي وو، خو وروسته بېرته نیول شوي دي.

ټي ټي پي وایي، دا پېښه د پاکستاني پوځ د مورال د کمزورۍ څرګندونه کوي. د دې ډلې په وینا، زیات شمېر پوځیان دا جګړه د اسلام لپاره نه، بلکې د بهرنیو او سیاسي ګټو لپاره جګړه بولي، چې له امله یې د پوځ دننه نارضایتي زیاته شوې ده.

دغه غورځنګ همداراز ټینګار کړی، چې د دوی مبارزه د پاکستان د ولس پر ضد نه ده، بلکې د هغه سیاسي او پوځي نظام پر وړاندې ده، چې د دوی په وینا، د هېواد اسلامي هویت او اقتصاد ته زیان رسولی دی. ټي ټي پي پر پاکستاني پوځیانو غږ کړی، چې د لږو پیسو لپاره دې خپل دین او راتلونکی نه پلوري او د جګړې له ډګر څخه دې لاس واخلي.

په همدې حال کې، د پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر سیاسي او مدني فعالانو هم مخکې له دې د خپلو سیمو ځوانانو ته سپارښتنه کړې وه، چې د پاکستان په پوځ کې دنده ترسره کول د پنجاب د سیاسي او پوځي ګټو لپاره قرباني کېدل بولي او باید له دې کاره ډډه وکړي.

شنونکي وایي، په وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بېلابېلو وسله‌والو او ازادي غوښتونکو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي، چې دغو بریدونو له امله د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې فشار زیات شوی او د پوځ د مورال په اړه بېلابېلې پوښتنې راپورته شوې دي.

تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو دا موضوع په داسې وخت کې راپورته کېږي، چې د پاکستان په شمال لوېدیځو سیمو کې امنیتي وضعیت بیا هم د اندېښنې وړ بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version