Home لوبې د ایران ملي فوټبال لوبډلې ته د امریکا ویزې ورکړل شوې
لوبې نړۍ

د ایران ملي فوټبال لوبډلې ته د امریکا ویزې ورکړل شوې

د ایران ملي فوټبال لوبډلې لوبغاړو ته د ۲۰۲۶ نړۍوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره د امریکا د ننوتلو ویزې ورکړل شوې دي، چې دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي کړکېچونو او اوږدو ځنډونو وروسته شوې ده.

راپورونه وایي، چې د ایران د فوټبال فدراسیون یو شمېر مهمو چارواکو او اداري غړو لا هم ویزې نه دي ترلاسه کړې. د فدراسیون اجرائیوي رئیس، سرمنشي او ځینې نور مسؤلین به تر هغې په مکسیکو کې پاتې شي څو د ویزو ستونزه حل شي.

ایراني چارواکو دا وضعیت «سیاسي» بللی او ویلي یې دي، چې د نړۍوالو ورزشي اصولو خلاف دی. بل لور ته امریکايي چارواکي ټینګار کوي، چې لوبغاړو او اړینو تخنیکي کارکوونکو ته د ګډون لپاره لازمې ویزې ورکړل شوې دي.

د ایران ملي لوبډله به د نړۍوال جام پر مهال له مکسیکو څخه امریکا ته د خپلو لوبو لپاره سفر کوي، په داسې حال کې چې د اداري او روزنیز سټاف د ویزو موضوع لا هم بشپړه نه ده حل شوې.

ایران به د ۲۰۲۶ نړۍوال جام ګروپي پړاو کې د نیوزیلنډ، بلجیم او مصر پر وړاندې لوبې ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version