په داسې حال کې چې د امریکا پوځ د ایران په سیریک او قشم ټاپو کې د ساحلي څارنې پر راداري تاسیساتو بریدونه وکړل، د ایران د بهرنیو چارو وزارت متحده ایالات د اوربند څخه په سرغړونې تورن کړي دي.
ایران وایي دغه تاسیسات د نړیوالو سمندري لارو د امنیت او د پولو د څارنې دنده ترسره کوي، او دا اقدام یې د خپل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې پوځي تېری بللی دی.
بل لوري ته د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شوي چې څلور ځانمرګي بېپیلوټه الوتکې د هرمز تنګي پر لور توغول شوې وې، او ایران هم اووه توغندي د بحرین او کویټ پر لور ویشتلي وو، چې ټول یا شنډ کړل شوي او یا خپلو هدفونو ته نه دي رسېدلي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا دغه بریدونه د مشروع دفاعي حق په چوکاټ کې توجیه کړي، او ویلي یې دي چې دا هماغه اصطلاح ده چې د ډونالډ ټرمپ حکومت هم د اوربند پر مهال د خپلو بریدونو د توجیه لپاره کاروله.
تهران ټینګار کړی چې د ایران وسلهوال ځواکونه به د مناسب او قوي ځواب له لارې د بریدګرو اهداف ناکام کړي.
