Home ځانګړي خپرونې افریدي د پنجاب پر حکومت پښتونخوا ته د غنمو پر لېږد درولو نیوکه کړې
ځانګړي خپرونې

افریدي د پنجاب پر حکومت پښتونخوا ته د غنمو پر لېږد درولو نیوکه کړې

د مستعمرې پښتونخوا لپاره د پاکستان حکومت اعلی وزیر سهیل افرېدي د پنجاب پر حکومت نیوکه کړې، چې پښتونخوا ته یې د غنمو لېږد بهیر درولی دی.

نوموړي د پنجاب حکومت «جعلي حکومت» بللی او ویلي یې دي، چې له پښتونخوا سره د «تبعیضي چلند» له امله ټولنیزې کرکې لا زیاتېدلی شي.

تر اوسه د پنجاب حکومت له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتونخوا شتمني لا هم په لویه کچه پنجاب ته وړل کېږي او د پښتانو پر ځای ورڅخه پنجابیان ګټه پورته کوي او پښتانه پر ښتمنه خاوره خوار دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version