Home نړۍ د امریکا سناتور لینډسي ګراهام د ۷۱ کلونو په عمر ومړ
نړۍ

د امریکا سناتور لینډسي ګراهام د ۷۱ کلونو په عمر ومړ

امریکايي سیاستوال او د متحده ایالاتو د کانګرس د جمهوري‌پال ګوند غړی، لینډسي ګراهام، تېره شپه د ۷۱ کلونو په عمر ومړ.

د هغه د دفتر له لوري د اېکس په رسمي پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ګراهام تېره شپه د یوې لنډې او ناڅاپي ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سناتور ګراهام کورنۍ په دې سخت وخت کې د خلکو د دعاوو او خواخوږۍ منندوی ده او له ټولو یې غوښتي، چې د دوی شخصي حریم ته درناوی وکړي.

لینډسي ګراهام د اسرائیل کلک ملاتړی او د ایران سخت مخالف بلل کېده. نوموړی د امریکا د بهرني سیاست له اغېزناکو څېرو څخه و او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو له پرېکړې سره یې سخت مخالفت کاوه.

هغه همداراز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو سیاستونو ملاتړ کاوه، چې له اسرائیل څخه د ملاتړ او د ایران پر ضد د جګړې په اړه یې غوره کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version