Home افغانستان یونیسف: ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
افغانستان روغتیا

یونیسف: ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه د پنځو کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

یونیسف وايي، دا لومړی ځل دی چې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه د خوړو او تغذیې له ناامنۍ سره یو ځای ارزول کېږي.

د دغه بنسټ په راپور کې، چې «ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د کوچنیو ماشومانو د خوړو کړکېچ» نومېږي، ویل شوي چې افغانستان د ماشومانو د شدیدې خوارځواکۍ د زیاتېدو له مهم پړاو سره مخ دی.

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۵ کال په پرتله په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۶ ولایتونو د خوارځواکۍ وضعیت خراب شوی دی.

یونیسف وايي، د خوارځواکۍ د زیاتېدو تر څنګ، ناروغۍ، د واکسین ټیټ پوښښ، د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو کمښت، او د بودجې او تجهیزاتو کمښت هم د ماشومانو وضعیت لا پسې خرابوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version