Home نړۍ د کوټې اعتراضي پرلت څلورمې ورځې ته وغځېد، خبرې لا هم بې‌پایلې دي
نړۍ

د کوټې اعتراضي پرلت څلورمې ورځې ته وغځېد، خبرې لا هم بې‌پایلې دي

د بلوچستان د کوټې ښار په کویله پاټک سیمه کې د زیارت ولسوالۍ د وروستۍ خونړۍ پېښې پر ضد پیل شوی اعتراضي پرلت څلورمې ورځې ته وغځېد، خو د حکومت او د پرلت د استازو ترمنځ د خبرو اترو دوه پړاوونه تر اوسه بې‌پایلې پاتې دي.

د پرلت د کمېټې غړي اسفندیار کاکړ وايي، حکومت د دوی اساسي غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. د نوموړي په وینا، د دوی مهمې غوښتنې د وسله‌والو او د دوی په وینا د «ریاستي نیابتي ډلو» د فعالیتونو پای ته رسول، د زیارت د پېښې د څېړنې لپاره د خپلواک کمېسیون جوړول، له سیمې د ایف سي ځواکونو ایستل او د لیویز ځواک بیا فعالول دي.

بلخوا، د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار بابر یوسفزي ویلي، د حکومت او د پرلت د استازو ترمنځ په خبرو کې لومړنی پرمختګ شوی او حکومت د زیارت د پېښې د څېړنې لپاره د قضایي کمېسیون د جوړېدو ډاډ ورکړی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو هم ویلي، حکومت د خبرو اترو ملاتړ کوي او د امنیت د ټینګښت لپاره د وسله‌والو پر ضد عملیات روان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په بلوچستان کې وسله‌وال بریدونه زیات شوي دي، چې له امله یې د پاکستان حکومت او پوځ په منځ کې ویره او ډار خپور کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version