Home افغانستان د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي له باوري برېښنا بې‌برخې دي
افغانستان

د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي له باوري برېښنا بې‌برخې دي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه وګړي باوري او دوامدارې برېښنا ته لاسرسی نه‌لري او د انرژۍ د عرضې او تقاضا ترمنځ تشه شاوخوا پنځه ګېګاواټه ده.

دا څرګندونې په کابل کې د افغانستان د انرژۍ اوونۍ په دوه ورځنۍ غونډه کې شوې دي، چې د نومبر په ۹مه او ۱۰مه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ګډه جوړه کړې وه.

په غونډه کې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، د نوې کېدونکې انرژۍ د پراختیا او د برېښنا ستونزو ته د حل‌لارو په اړه خبرې شوې دي.

د غونډې په څنډه کې په هرات کې د ۴۰ مېګاواټه بادي برېښنا پروژې د پلي کېدو هوکړه هم لاسلیک شوې، چې ټاکل شوې ظرفیت یې په راتلونکي کې ۲۰۰ مېګاواټو ته لوړ شي.

د برېښنا کمښت په داسې حال کې د خلکو ورځنی ژوند او کاروبارونه اغېزمن کړي، چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د کابل او نورو ښارونو اوسېدونکي د برېښنا له پرله‌پسې نشتوالي شکایت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version