د افغانستان کرکټ بورډ په مشرۍ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د دویم پړاو د پیل لپاره د چمتووالي په لړ کې د درېیو لوبډلو د پلور هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د کرکټ بورډ په وینا، د کابل لوبډله د اکسیل شرکت، د کندهار لوبډله د بول فراګ شرکت او د بلخ لوبډله د شکیب رحیمي اړوند شرکت وپېرله.
په همدې مراسمو کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ جام، چې کوه ظفر نومول شوی، هم نندارې ته وړاندې شو.
د مراسمو پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف ویلي، د درېیو لوبډلو پلور د افغان کرکټ لپاره مهمه لاسته راوړنه ده او د دې لیګ د دویم پړاو د عملي کېدو بهیر یې نور هم چټک کړی دی.
اشرف زیاته کړې، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ به د افغان او بهرنیو لوبغاړو لپاره د لوبېدو مهمه زمینه برابره کړي او هیله یې څرګنده کړې، چې د لیګ دویم پړاو به ډېر ژر پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس نصیب خان هم ویلي، د لیګ د دویم پړاو د ترسره کېدو لپاره مهمې چارې بشپړې شوې دي او د پاتې دوو لوبډلو، ننګرهار او پکتیا، د پلور بهیر هم روان دی.
نوموړي ویلي، د پاتې دوو لوبډلو د مالکانو د ټاکلو چارې به هم ډېر ژر بشپړې شي.
نصیب خان زیاته کړې، چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د افغان لوبغاړو لپاره له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی، ځکه د دوی لپاره د کورنیو او نړۍوالو لوبغاړو ترڅنګ د لوړې کچې سیالیو تجربه او د خپلو وړتیاوو د څرګندولو زمینه برابروي.
هغه دغه راز ویلي، څو ورځې وړاندې افغانستان د اسیايي کرکټ شورا د مشرتابه حق هم ترلاسه کړی، چې د ده په وینا، دا د افغان کرکټ بله مهمه لاسته راوړنه ده او افغان کادرونو ته به په یاده شورا کې د مشرتابه او خدمت زمینه برابره کړي.
د درېیو نويو لوبډلو مالکانو هم په دغو مراسمو کې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په افغان کرکټ کې پانګونه ورته د ویاړ وړ ده.
دوی ویلي، افغانستان ډېر تکړه او بااستعداده لوبغاړي لري او هیله لري چې د شل اوریز غوره لیګ بیا پیل به د لا ډېرو نویو استعدادونو د راڅرګندېدو لامل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، د لوبغاړو د نوملیکنې لړۍ به د روانې اګست میاشتې تر ۳۰مې دوام وکړي.
هغه لوبغاړي چې د نوملیکنې شرایط پوره کوي، کولی شي د افغانستان شل اوریز غوره لیګ له رسمي وېبپاڼې څخه خپل نومونه ثبت کړي.
د لوبغاړو د غوره کولو مراسم، چې د لوبغاړو د ډرافټ په نوم هم یادېږي، د سپټمبر میاشتې په ۲۷مه ترسره شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د پاتې دوو لوبډلو، ننګرهار او پکتیا د پلور بهیر هم روان دی او له بشپړېدو وروسته به د لیګ د دویم پړاو د ترسره کېدو وروستي ترتیبات ونیول شي.
د افغانستان غوره لیګ لومړی پړاو د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر له پنځمې تر ۲۱مې نېټې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی و.
په دغه پړاو کې د بلخ لیجنډز لوبډلې د سیالیو اتلولي ګټلې وه.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو به د روان کال په ډسمبر میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
