د افغانستان وروستي اسلامي جمهوریت مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له اروپايي ټلویزیوني شبکې «ارته» سره په تازه مرکه کې د کابل د سقوط، له ارګه د وتلو، د دوحې د تړون او د جمهوري نظام د پرځېدو په اړه تازه څرګندونې کړې دي.
غني ویلي، د کابل د سقوط پر ورځ د ارګ له محاصرې وروسته ورته یوازې دوه دقیقې وخت ورکړل شو او ورته وویل شول چې ماڼۍ محاصره شوې او نور د وتلو وخت دی.
د نوموړي په وینا، که په ارګ کې پاتې شوی وی، ښایي له نیول کېدو او شکنجې وروسته په زور تسلیمېدو او د طالبانو د مشروعیت اعلانولو ته اړ شوی وی.
هغه زیاته کړې، چې یوازې په هغو جامو کې چې پر تن یې وې له ارګه ووت او کله چې هیلیکوپټر ته پورته شو، نه پوهېده چې د الوتنې مسیر به کوم لوري ته وي.
پخواني ولسمشر د کابل د سقوط د ورځې د جزییاتو په بیانولو کې ویلي، غوښتل یې دفاع وزارت ته لاړ شي؛ خو دفاع وزیر ورته په ټیلیفوني اړیکه کې وویل، چې طالبانو په شمال او سویل کې دوه محبسونه نیولي دي.
د غني په خبره، کله چې امنیتي ځواکونه دفاع وزارت ته ورغلل، ودانۍ یې خالي وموندله او د قوماندې لړۍ په بشپړ ډول شلېدلې وه. هغه همداراز زیاته کړې، چې وروسته ورته معلومه شوه، چې د طالبانو له لوري د ده د ترور لپاره دوه ډلې ګومارل شوې وې.
اشرف غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې پر تړون هم سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې دغه هوکړه له افغان حکومت سره د واشنګټن د همکارۍ د پای معنا لرله.
د نوموړي په وینا، په دغه تړون کې د پنځه زره طالب بندیانو پر خوشې کولو ټینګار شوی و؛ په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونو د هغوی د نیولو لپاره درنه قرباني ورکړې وه. غني د دغو بندیانو خوشې کول د افغان امنیتي ځواکونو د کمزوري کېدو د بهیر پیل بللی او ویلي یې دي، چې د امریکا د ملاتړ له درېدو سره افغان هوايي ځواک هم له سقوط سره مخ شو.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي وضعیت له پراخو بدلونونو سره مخ شوی دی. د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، د اقتصادي ستونزو، د مرستو د کموالي او د بشري اړتیاوو د زیاتېدو له امله لا هم میلیونونه افغانان له جدي اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي.
