لوبې

د افغانستان خلاف شل‌اوریزو لوبو لپاره د هند کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

د هند کرکټ بورډ د افغانستان خلاف د درې شل‌اوریزو نړۍوالو لوبو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

په هندۍ لوبډله کې د تجربه‌کارو لوبغاړو ترڅنګ ځوان لوبغاړي هم شتون لري.

د راپورونو له مخې، د هند مهم لوبغاړی هارډیک پانډیا د ټپي کېدو له امله د افغانستان خلاف په لوبډله کې نه دی شامل شوی.

د هند د لوبډلې په ۱۵ کسیز نوملړ کې شریاس ایر، ابیشک شرما، وایبهاو سوریه‌ونشي، سنجو سمسون، ایشان کیشن، تېلک ورما، شیف ډوبې، نیتیش کمار ریډي، اکشر پټیل، واشنګټن سندر، ورون چکرورتي، راوي بشنوۍ، جسپریت بومرا، ارشدیپ سینګ او هرشیت رانا شامل دي.

د هند او افغانستان ترمنځ درې شل‌اوریزې لوبې به د سپټمبر په ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه نېټه په نوي ډیلي کې ترسره شي. د دغه لوبو لپاره افغانستان له مخکې خپله لوبډله اعلان کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *