د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۶مه سرمشریزه کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو او استازو د افغانستان پر وضعیت، سولې، ثبات او سیمهییزو همکاریو ټینګار کړی.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وایي، په افغانستان کې سوله او ثبات د یوې سولهییزې او خوندي اسیا د رامنځته کېدو لپاره مهم دي.
مودي د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۶مې سرمشریزې په ترڅ کې ویلي، هند له افغانستان سره د پراختیايي پروژو او بشري مرستو په برخو کې همکاري کړې او په راتلونکي کې به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د هند لومړي وزیر پر ترهګرۍ، د هغې پر تمویل، افراطپالنې، خوندي پټنځایونو او د نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، شخړې او جګړې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
بلخوا، د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې سره لیدلي دي.
دواړو مشرانو د چین او روسیې د اړیکو او همکاریو پر لا پیاوړتیا خبرې کړې او د اقتصادي او انرژۍ په برخو کې یې د ګډو پروژو یادونه کړې ده.
پوتین ویلي، روسیه چمتو ده له چین سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ویزې پرته د سفر دایمي کولو په اړه همکاري وکړي. دواړو لورو د نړۍوالو او سیمهییزو موضوعاتو په اړه هم بحث کړی دی.
په ورته مهال، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې د افغانستان وضعیت او د سیمې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.
د ګوترېش ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو او تاجکستان ترمنځ د همکاریو پر پراختیا هم بحث شوی دی. ګوترېش د اوبو او طبیعي کنګلونو د نړۍوالې اجنډا په برخه کې د تاجکستان له دوامدارې همکارۍ مننه کړې ده.
له بلې خوا، که څه هم په دغه غونډه کې د طالبانو حکومت استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان ګډون د سیمې په ګټه دی.
مجاهد ویلي، افغانستان له اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز پلوه د سیمې مهمه برخه ده او د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه باید د افغانستان اهمیت درک کړي.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې له پای وروسته په بېشکېک کې د شانګهای پل په نوم غونډه هم جوړېږي، چې افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه به پکې ګډون وکړي.
په دې غونډه کې به د شانګهای سازمان غړي، ناظر هېوادونه او د خبرو اترو شریکان د سیمې او نړۍ پر مهمو سیاسي، امنیتي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړي.
