افغانستان

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر؛ میلیونونه کسان له سختو ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ستنېدو په روان بهیر کې سږ کال شاوخوا یو میلیون کسان افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

د بي‌بي‌سي نړۍوال سرویس د راپور له مخې، په تېرو نږدې درېیو کلونو کې شاوخوا شپږ میلیون افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه یا ایستل شوي دي.

راپور وايي، ډېری ستنېدونکي له سرپناه، خوړو او د عاید له سرچینو سره مخ دي او ځینې هغه افغانان چې له څو لسیزو راهیسې یې افغانستان نه و لیدلی، اوس د لومړي ځل لپاره هېواد ته ستنېږي.

کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکوي، چې د کډوالو پراخه ستنېدنه په داسې مهال دوام لري، چې افغانستان له جدي بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، سږ کال په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په همدې حال کې، یو شمېر ستانه شوي پخواني افغان امنیتي کارکوونکي د خپل امنیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو هر ډول ستنول باید په رضاکارانه، خوندي او له عزت سره ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *