افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان د جګړو ډېری قربانیان لا هم له رواني او مالي ستونزو سره مخ دي

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو جګړو ډېری قربانیان لا هم له رواني، جسمي او مالي ستونزو سره مخ دي او عدالت ته یې لاسرسی نه دی موندلی.

د یوناما په ۱۸۲ مخیز راپور کې، چې د ۱۹۵ قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، راغلي چې ۹۵ سلنه مرکه شویو کسانو له عاطفي او رواني صدمو، ۵۸ سلنه له جسمي زیانونو او ۸۴ سلنه له مالي تاوانونو شکایت کړی دی.

یوناما وایي، د ۲۰۰۹ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې پورې په افغانستان کې د څه باندې ۴۰ زرو ملکیانو وژل کېدل او د ۷۷ زرو نورو ټپي کېدل ثبت شوي دي.

د راپور له مخې، ۵۵ سلنه قربانیانو هېڅکله د عدالت غوښتنې لپاره اقدام نه دی کړی او له هغو کسانو څخه چې اقدام یې کړی، ۶۴ سلنه وایي چې هڅې یې بې پایلې پاتې شوې دي.

یوناما ټینګار کوي، چې د جګړو د قربانیانو حقونو ته رسېدنه د افغانستان د تېرې جګړې د ټولو ښکېلو لوریو د حساب ورکونې او همکارۍ غوښتنه کوي.

بلخوا، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د راپور موندنې نامتوازنې بللې او ویلي یې دي، چې په راپور کې د بهرنیو ځواکونو او نورو لوریو مسؤلیت کم ښودل شوی او پر طالبانو ډېر تمرکز شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *