افغانستان ځانګړي خپرونې

د احمد شاه بابا د وفات نن ۲۵۴ تلین دی

نن د افغانستان د معاصر دولت بنسټګر او د دراني سترواکۍ مؤسس، احمد شاه بابا د وفات ۲۵۴مه کلیزه ده. نوموړی د ۱۷۷۲ زېږدیز کال د جون په میاشت کې د ناروغۍ له امله وفات شو او د کندهار په زړه کې خاورو ته وسپارل شو، هغه ځای چې نن یې مزار د هېواد له مهمو تاریخي او فرهنګي آثارو څخه ګڼل کېږي.

احمد شاه بابا په ۱۷۴۷ زېږدیز کال کې د نادر شاه افشار تر وژل کېدو وروسته د افغان مشرانو له خوا د مشر په توګه وټاکل شو. هغه د خپل سیاسي تدبیر، پوځي وړتیا او ملي لید له لارې وتوانېد چې بېلابېلې افغانې قبیلې تر یوه بیرغ لاندې راټولې کړي او د یو منظم دولت بنسټ کېښود.

تاریخپوهان احمد شاه بابا د معاصر افغانستان د بنسټګر په توګه یادوي. نوموړي د هېواد د سیاسي یووالي، ملي حاکمیت او اداري جوړښتونو د رامنځته کولو لپاره مهم ګامونه پورته کړل. د هغه په مشرۍ دراني سترواکي د سیمې له ځواکمنو دولتونو څخه شوه او د افغانستان نوم یې په سیمه ییزو او نړۍوالو سیاسي معادلو کې مطرح کړ.

د احمد شاه بابا د واکمنۍ قلمرو د اوسني افغانستان له ټولو سیمو سربېره د اوسني پاکستان پراخې برخې، کشمیر، پنجاب او د ایران ختیځې سیمې لکه مشهد او خراسان رانغاړلې وې.

د هغه د واکمنۍ له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه هم د د درېیمې پانې پت جګړه بریا وه. په دې تاریخي جګړه کې احمد شاه بابا د مرهټیانو پر وړاندې ستره بریا ترلاسه کړه؛ هغه جګړه چې د جنوبي اسیا د سیاسي تاریخ له مهمو بدلون راوستونکو پېښو څخه ګڼل کېږي.

افغانان احمد شاه ابدالي ته د “احمد شاه بابا” لقب ورکوي. دا لقب د هغه د ملي یووالي، ولسي محبوبیت او تاریخي رول له امله ورکړل شوی دی. نوموړي نه یوازې یو پوځي او سیاسي مشر و، بلکې د ادب او شعر مینه‌وال هم و. د هغه ځینې پښتو او فارسي شعرونه تر اوسه د افغان ادبیاتو مهمه برخه ګڼل کېږي.

 

د احمد شاه بابا نوم د افغانستان د خپلواکۍ، یووالي او دولت جوړونې له تاریخ سره تړلی دی. د هغه مزار په کندهار کې د هېواد له مهمو تاریخي ځایونو څخه شمېرل کېږي او هر کال زرګونه کورني او بهرني لیدونکي ترې کتنه کوي.

د احمد شاه بابا د وفات د ۲۵۴ تلین په مناسبت، ګڼ شمېر افغانان، تاریخپوهان او فرهنګي شخصیتونه د هغه د خدمتونو، سیاسي بصیرت او د افغان دولت په جوړولو کې د هغه د نه هېرېدونکي رول ستاینه کوي. احمد شاه بابا د افغانستان په تاریخ کې د داسې شخصیت په توګه یادېږي، چې د افغان ملت د یووالي، ملي هویت او سیاسي ځواک د بنسټ ډبره یې کېښوده او نوم یې د تاریخ په زرینو پاڼو کې تلپاتې پاتې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *