نړۍ

د هند په نوي ډیلي کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژلي

د هند د پلازمېنې نوي ډیلي په سوېلي برخه کې د مالویا نګر په سیمه کې د یوې ودانۍ د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ودانۍ په لومړي پوړ کې یو رستورانت او په لوړو پوړونو کې د استوګنې اپارتمانونه موجود وو. ځايي رسنیو ویلي، چې په قربانیانو کې یو شمېر بهرني وګړي هم شامل دي چې د طبي درملنې لپاره هند ته تللي وو.

د اوروژنې ادارې چارواکي ابیلاش ملک ویلي، د ژغورنې ډلو له ودانۍ څخه ۳۷ کسان خوندي را ایستلي دي.

اور وژونکي توانېدلي چې اور مړ کړي، خو د پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی.

د سیمې یوه لوړپوړي اداري چارواکي جیتندرا کمار ویلي، چې د پېښې له ځایه د څلورو کسانو جسدونه ترلاسه شوي دي.

له سیمې خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې اور وژونکي د سختو هڅو له لارې د اور د کنټرول هڅه کوي، په داسې حال کې چې له ودانۍ څخه غلیظ لوګی پورته کېږي. ځايي اوسېدونکو هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې او د بند پاتې شویو کسانو په ایستلو او د ټپیانو په لېږد کې یې مرسته کړې ده.

په هند کې د ودانیو د خوندیتوب قوانینو او معیارونو د نه مراعات له امله د اورلګېدنې ورته پېښې وخت ناوخت رامنځته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *