نړۍ

درې کلنې جګړې غزه له پراخو ویجاړیو او بشري ناورین سره مخ کړې

Palestinians walk along a street surrounded by buildings destroyed in Israeli military strikes during the Israel-Hamas war in Gaza City, Tuesday, Oct. 6, 2026. (AP Photo/Jehad Alshrafi)

په غزه کې د اسرائیلو د درې کلنې جګړې له امله د دې سیمې د اوسېدونکو ژوند، اقتصاد، روغتیا او زده‌کړې له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د جګړې له پیله تر اوسه له ۷۴ زره او ۲۴۵ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د اعلان شوي اوربند سربېره، د روغتیا وزارت وايي، له هغه وروسته هم ۱،۴۶۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، د غزې شاوخوا ۹۴ سلنه وګړي بیړني سرپناه او لومړنیو کورنیو توکو ته اړتیا لري او نږدې ۶۵ سلنه کورنۍ په خېمو یا موقتي سرپناهونو کې ژوند کوي.

د جګړې له امله د اوبو او برېښنا سیستمونه، سړکونه او مخابراتي شبکې هم سختې زیانمنې شوې دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د غزې ۹۱ سلنه ارزول شوې کورنۍ د اوبو له منځنۍ تر لوړې کچې ناامنۍ سره مخ دي.

اقتصادي وضعیت هم سخت خراب شوی؛ د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پراختیا کنفرانس وايي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې د غزې ۹۲ سلنه اقتصادي بنسټونه زیانمن یا ویجاړ شوي او د بېکارۍ کچه ۷۸ سلنې ته رسېدلې ده.

د معلوماتو له مخې، د جګړې له امله د غزې د سلګونو زرو ماشومانو زده‌کړې هم له جدي خنډ سره مخ شوې دي؛ ګڼ ښوونځي ویجاړ شوي او ځینې پاتې ښوونځي د بې‌ځایه شویو کسانو لپاره د سرپناه په توګه کارول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *