Home افغانستان حنفي وایي، په افغانستان کې ګډوډۍ او هېواد په بېلابېلو برخو وېشل ختم شوي دي
افغانستان

حنفي وایي، په افغانستان کې ګډوډۍ او هېواد په بېلابېلو برخو وېشل ختم شوي دي

د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کانونو لومړني تخصصي ملي او نړۍ‌وال نندراتون د پرانیستي مراسمو ته ویلي، په ټول هېواد کې نشه یي توکو کښت بند دی او په ګڼ شمېر معتادینو درملنه شوې او هېواد د ابادۍ پر لور روان دی.

حنفي همداراز د کانونو تخصصي نندارتون د هېواد اقتصادي ودې او د پانګه‌ونې فرصتونو معرفي کولو لپاره مهم بللی او له کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې غوښتي، چې د پانګونې له شته فرصتونو دې ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، اوس د افغانستان کاني زېرمې په خوندي او قانوني ډول استخراج او پروسس کیږي په خبره یې، هڅه داده چې له دغو زېرمو د هېواد ابادۍ، اقتصادي ودې او هوساینې لپاره اغېزناکه ګټه واخیستل شي.

هغه ډاډ ورکړی، چې کورني او بهرني پانګه‌وال کولی شي افغانستان کې ځمکې په اجاره واخلي او د طالبانو حکومت تر څارنې لاندې د کانونو استخراج او پروسس په برخو کې پانګه‌ونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version