Home افغانستان ملګري ملتونه: د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي
افغانستان

ملګري ملتونه: د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په کړکېچنو سیمو کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو، انلاین ځورونې او جنسیتي بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی د خوندیتوب لپاره یې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو شمېر له شاوخوا ۲۸۰۰ څخه تر ۷۰۰ تنو کم شوی دی.

په افغانستان کې ښځینه خبریالانې وایي، پر ښځو لګول شویو محدودیتونو د هغوی رسنیز فعالیتونه سخت کړي دي.

هعوی ټینګار کړی، چې د ښځینه خبریالانو خوندیتوب د سولې او معلوماتو ته د ښځو د لاسرسي لپاره مهم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version