Home افغانستان په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۳۰ سلنه او د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه زیات شوی
افغانستان

په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۳۰ سلنه او د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه زیات شوی

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په ۲۰۲۶ کال کې د تېر کال په پرتله ۳۳۰ سلنه او د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه زیات شوی دی.

د دغه دفتر د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۹مه، په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت څه باندې ۴۳ زره هکټارو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه ۱۰ زره هکټاره وه.

راپور زیاتوي، چې د تریاکو اټکلیز تولید هم په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې تېر کال شاوخوا ۳۰۰ ټنه و.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په وینا، سره له دې چې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید لا هم په ۲۰۲۲ کال کې د نشه‌یي توکو له بندیز مخکې کچې ته نه دي رسېدلي، خو دغه زیاتوالی له بندیز وروسته د لومړي ځل لپاره د پام وړ لوړوالی ښيي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په ۱۶ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي، چې د تېر کال په پرتله پنځه ولایتونه زیات دي. د کوکنارو شاوخوا ۷۵ سلنه کښت د هېواد په شمال ختیځه سیمه کې شوی دی.

راپور څرګندوي، چې د کوکنارو د له منځه وړلو هڅې هم روانې وې او د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې، ۲۲ زره هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده. خو یو شمېر بزګران د کشف او مخنیوي له اقداماتو څخه د تېښتې لپاره کوکنار د غنمو په کروندو او دېوال‌لرونکو انګړونو کې کري او د کښت او حاصلاتو وختونه بدلوي.

د دغه دفتر اجرائیوي مشرې مونیکا جوما ویلي، د کوکنارو د کښت زیاتوالی ښيي چې د بدیل معیشت له نشتوالي سره مخ بېوزلو بزګرانو ته د مرستې له برابرولو پرته د ناقانونه کښت کمول ستونزمن دي.

هغې ټینګار کړی، چې د بزګرانو د ملاتړ لپاره باید د هغوی د معیشت، کرنیزو بنسټونو او بازارونو ته د لاسرسي په برخو کې پانګونه وشي او په ورته وخت کې د نشه‌یي توکو د قاچاق پر نړیوالو شبکو هم مبارزه وشي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د یوه کیلو تریاکو بیه له ۵۷۰ ډالرو څخه ۵۰۰ ډالرو ته راټیټه شوې، خو لا هم د ۲۰۲۲ کال له بندیز مخکې د ۱۰۰ ډالرو څخه کمه بیه په پرتله لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر خبرداری ورکړی، چې د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید د زیاتوالي د دوام یا موقتي‌والي معلومولو لپاره د کښت، تولید، بیو او قاچاق د وضعیت څارنه اړینه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version