Home افغانستان افغانستان زیمبابوې ته په درېیمه شل اووریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه
افغانستان لوبې

افغانستان زیمبابوې ته په درېیمه شل اووریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې لوبډلې ته په درېیمه شل اووریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه او د درېیو لوبو لړۍ یې په بشپړ بریالیتوب پای ته ورسوله.

په دغه لوبه کې زیمبابوې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۷۹ منډې وکړې.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې نور احمد غوره لوبه وکړه او د زیمبابوې پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

افغان لوبډلې د ۸۰ منډو هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو، د نهم اوور په پیل کې پوره کړ. د افغانستان د توپوهنې په برخه کې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ۲۵ او عظمت الله عمرزي ۱۸ منډې وکړې.

افغانستان له دې بریا سره د زیمبابوې پر وړاندې د درېیو شل اووریزو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله.

دغه لوبې د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې تر شل اووریزو سیالیو وروسته د دوو ټېسټ لوبو په لړۍ کې هم سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version