افغانستان کلتور او هنر

حامد کرزي د استادې مهوش د هنري آثارو د خوندي کولو هرکلی کړی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د سټنفورډ پوهنتون له لوري د استادې فریده مهوش د هنري آثارو د ډیجیټل کولو او خوندي کولو اقدام هرکلی کړی دی.

کرزي ویلي، دا اقدام د افغانستان د هنري او فرهنګي میراث د ساتنې لپاره یو مهم ګام دی او د استادې مهوش آثار د هېواد د کلتور نه بېلېدونکې برخه ده.

نوموړي د استادې مهوش د خدمتونو ستاینه کړې او ورته یې د روغتیا او خوشحالۍ هیله څرګنده کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *