افغانستان کلتور او هنر

غفران: د کتابتونونو ډیجیټل کول او نړۍ واله همغږي د فرهنګي ودې لپاره مهم دي

نن پنجشنبه د اپرېل ٢٣ د کتاب او کاپي‌رایټ د نړۍ والې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې هر کال نمانځل کېږي؛ د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) دغه ورځ په ۱۹۹۵ کال کې نومولې ده.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران ویلي، د کتاب او کاپي‌رایټ نړۍوالې ورځې په مناسبت د هېواد د عامه کتابتونونو د ډیجیټل کولو او نړۍوالو کمېټو کې غړیتوب کولی شي د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي زیاته کړي او د کتابتونونو د پیاوړتیا لپاره ګټور تمام شي.

نوموړي ویلي، دا مهال په هېواد کې ۱۰۶ عامه کتابتونونه فعال دي او لسګونه خصوصي کتابتونونه هم تر څارنې لاندې فعالیت کوي. د هغه په وینا، تر اوسه له ۱۸۰ څخه زیات نایابه کتابونه ډیجیټل شوي او د کتابونو د ارزونې کمېسیون ۳۷۰ عنوانه کتابونه د چاپ لپاره منظور کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *