د بښنې نړۍوال سازمان (امنېسټي انټرنېشنل) له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د بلوڅو فعالانو مهرنګ بلوچ او سبغتالله شاهجي ته د ورکړل شويو د عمري بندونو پرېکړه لغوه کړي او هغوی بې له ځنډه خوشې کړي.
دغه سازمان ویلي، د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې له لوري د ۲۰۲۴ کال د یوې مظاهرې په تړاو، چې پکې یو امنیتي سرتېری وژل شوی و، د دغو فعالانو محکومول د عادلانه محاکمې له نړۍوالو اصولو سره په ټکر کې دي.
د امنېسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا د سیمې سرپرستې ایزابل لاسي ویلي، دغه پرېکړه ښيي، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد قوانین د سولهییزو اعتراضونو د ځپلو لپاره کارول کېږي. هغې زیاته کړې، چې محاکمه په پټ ډول د زندان په داخل کې ترسره شوې او د عادلانه محاکمې معیارونه پکې په جدي ډول تر پوښتنې لاندې راغلي، ځکه د فعالانو پر ضد هېڅ مستقیم ثبوت نه دی وړاندې شوی.
دغه سازمان همدارنګه ویلي، مهرنګ بلوچ د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې د یوې سولهییزې ناستې پر مهال نیول شوې وه او وروسته پرې د ترهګرۍ ضد له شلو څخه زیاتې دوسیې ثبت شوې، چې له امله یې د هغې د وکیلانو لپاره د قانوني دفاع چارې ډېرې ستونزمنې شوې دي.
