Home افغانستان بلخي وایي، نړۍواله جنایي محکمه طالبانو ته اعتبار نه لري
افغانستان سیاست

بلخي وایي، نړۍواله جنایي محکمه طالبانو ته اعتبار نه لري

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، له نړۍوالې جنایي محکمې سره د افغانستان د تېر حکومت اړیکې رامنځته شوې وې او د نوموړي په وینا، د طالبانو حکومت ته هېڅ حقوقي اعتبار نه لري.

بلخي د نړۍوالې جنایي محکمې پر پرېکړو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې نړۍوال قضایي صلاحیتونه باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه کې د طالبانو د مشرانو د نیولو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې صادر شوی امر غندلی او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او د دولتونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې له اصولو سره په ټکر کې بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړې، چې د نړۍوالې جنایي محکمې انتخابي او سیاسي چلند د دغه بنسټ د بې‌طرفۍ او اعتبار په اړه پوښتنې راپورته کوي.

بلخي ویلي، د طالبانو حکومت له یادې محکمې سره هېڅ ډول همکاري او تعامل نه لري او د دې بنسټ هر ډول قضایي صلاحیت ردوي.

نړۍوالې جنایي محکمې د اکتوبر په ۵مه د افغانستان د وضعیت په تړاو د طالبانو د مشر په ګډون د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو حکمونه خپاره کړل. محکمې ویلي، دا حکمونه د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي تعقیب په تړاو د بشریت ضد جرمونو د ادعاوو پر بنسټ صادر شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version