Home نړۍ نړۍوال بانک: پاکستان د سخت اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی
نړۍ

نړۍوال بانک: پاکستان د سخت اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی

نړۍوال بانک وايي، د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان په سیمه کې د هغو بېوزلو خلکو ۴۸ سلنه په پاکستان کې ژوند کوي، چې د ورځې له درې ډالرو کم عاید لري.

د نړۍوال بانک په تازه راپور کې ویل شوي، چې په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو، لوړې بیې، د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت کمېدو او د کاري فرصتونو د کمېدو له امله بېوزلي زیاته شوې ده.

راپور زیاتوي، چې د ۲۰۱۸-۱۹ او ۲۰۲۴-۲۵ مالي کلونو ترمنځ د ورځې له درې ډالرو کم عاید لرونکو خلکو د بېوزلۍ کچه ۶،۴ سلنه لوړه شوې ده.

نړۍوال بانک وايي، د کرونا ویروس، ۲۰۲۲ کال ویجاړوونکو سېلابونو او اقتصادي بحران هم د پاکستان پر کورنیو منفي اغېز کړی دی.

د بانک د اټکل له مخې، د پاکستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال کې ۳،۸ سلنه وي، خو د نفوس د زیاتوالي له حسابولو وروسته به د سرانه حقیقي اقتصادي ودې کچه ۲،۲ سلنه وي.

راپور همداراز وايي، پاکستان د تېلو د بیو د لوړېدو، زیاتېدونکې انفلاسیون او د منځني ختیځ د روانې جګړې له امله له نورو اقتصادي فشارونو سره هم مخ دی.

پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سربېره د ناوړه امنیتي او سیاسي حالاتو سره هم مخامخ دی، چې د دغه هېواد په تاریخي کې یو تر ټولو بد حالت حسابیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version