Home افغانستان د امام ابوحنیفه په نوم پنځم ملي او نړۍوال نندارتون نن په کابل کې پیل شو
افغانستان سوداګري

د امام ابوحنیفه په نوم پنځم ملي او نړۍوال نندارتون نن په کابل کې پیل شو

د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو، چې د افغانستان په ګډون د سیمې له شلو څخه د زیاتو هېوادونو سلګونه سوداګر، پانګه‌وال او شرکتونه پکې ګډون لري.

په نندارتون کې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګه‌والو له‌خوا په څه باندې ۸۰۰ غرفو کې بېلابېل تولیدات نندارې ته اېښودل شوي او ټاکل شوې، چې پنځه ورځې دوام وکړي. د ایران ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی هم د نندارتون د ګډون لپاره کابل ته تللی دی.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مراسمو د پیل پرمهال ویلي، دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو په معرفي کولو، د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او د افغانستان د تولیداتو لپاره د سیمه‌ییزو بازارونو په موندلو کې مهم رول لري.

برادر زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت هڅه کوي، د سوداګرۍ او پانګونې لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او د افغانستان سرحدونه د اقتصادي همکاریو پر مرکزونو بدل کړي. نوموړي د واخان له لارې له چین سره د افغانستان نښلېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د سیمه‌ییز ټرانزیټ او سوداګرۍ پر مرکز د بدلېدو په حال کې دی.

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي ویلي، د افغانستان خصوصي سکټور له ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو سره د باوري اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف هم له پانګه‌والو او صنعت‌کارانو غوښتي، چې افغانستان یوازې د لنډمهالو فرصتونو له نظره ونه ګوري او د هېواد د تولید، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال له ظرفیتونو څخه اوږدمهاله استفاده وکړي.

د دغو مراسمو پرمهال د طالبانو حکومت د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور پاکستان ته په اشارې ویلي، افغانانو د هغو کړیو او هېوادونو پر وړاندې خپله کرکه څرګنده کړې، چې د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی او د هېواد د ناامنه کولو هڅې کوي.

ټاکل شوې د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون د تلې تر ۲۱مې دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version