نړۍ

ایران: له امریکا سره خبرې نه‌ لرو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، ایران له متحده ایالاتو سره هېڅ ډول مستقیمې خبرې نه‌ لري، بلکې له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د بار وړونکو کښتیو د خوندي تګ‌راتګ په اړه خبرې اترې روانې دي.

بقایي ویلي، له عمان سره روانې خبرې د داسې میکانېزم پر رامنځته کولو متمرکزې دي، چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو او بار وړونکو کښتیو خوندي تګ‌راتګ تضمین کړي.

د هغه په وینا، دا دوه اړخیزې خبرې د ایران او عمان ترمنځ ترسره کېږي او تهران هڅه کوي، چې د مسقط په همکارۍ ژر تر ژره یوې ګډې هوکړې ته ورسېږي، څو په هرمز تنګي کې د خوندي سمندري تګ‌راتګ زمینه برابره شي.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات له ایران سره په خبرو بوخت دي او ټاکل شوې وه، چې دغه خبرې د دوشنبې له غرمې وروسته پیل شي.

ټرمپ هیله څرګنده کړې، چې خبرې به بریالۍ وي، ځکه د هغه په وینا، دا به د ډېرو کسانو ژوند وژغوري او د لا زیاتې ویجاړۍ مخه به ونیسي.

ټرمپ همداراز ادعا کړې، چې امریکا پر ایران د دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د تر ټولو ستر پوځي برید پلان درلود، خو ویلي یې دي، چې ایران او سعودي عربستان د داسې برید ملاتړ نه کاوه، ځکه د ده په خبره، د یوې هوکړې د ترلاسه کېدو امکان موجود و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *