افغانستان سیاست

ایران: د طالبانو سره د رسمیت پېژندنې پرته اړیکې ساتي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، تهران د طالبانو د رسمیت پېژندنې له موضوع پرته له دې حکومت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي او په راتلونکې کې به یې هم تعقیب کړي.

بقايي په یوه خبري غونډه کې ویلي، د طالبانو رسمیت پېژندنه حقوقي او سیاسي موضوع ده چې ایران لا په دې اړه وروستۍ پرېکړې ته نه دی رسېدلی.

هغه زیاته کړې، دا موضوع باید د ایران او افغانستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د دوام او پیاوړتیا مخه ونه نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *