Home افغانستان اوچا: د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې سېلابونو لسګونه زره کسان اغېزمن کړي
افغانستان

اوچا: د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې سېلابونو لسګونه زره کسان اغېزمن کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د مارچ له ۲۶مې څخه د اپرېل تر ۶مې پورې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د افغانستان په کچه ۳۱ ولایتونه، ۱۶۵ ولسوالي او ۵۴۶ کلي اغېزمن شوي دي.

د راپور له مخې، په دغو طبیعي پېښو کې تر ۷۳ زرو ډېر کسان زیانمن شوي، چې له دې ډلې ۹۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۸۱ ټپیان او څلور نور لادرکه شوي دي.

اوچا زیاته کړې، چې سېلابونو څه باندې ۹ زره کورونه ویجاړ کړي، چې زرګونه یې په بشپړ ډول له منځه تللي دي. همداراز شاوخوا ۱۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې او له ۵۰۰ څخه ډېر څاروي تلف شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د هېواد ختیځې سیمې، په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت، تر ټولو ډېر زیان لیدلی او تر هغه وروسته د هېواد سوېلي او لوېدیځ ولایتونه ډېر اغېزمن شوي دي.

اوچا ټینګار کړی، چې که څه هم د مرستو لړۍ پیل شوې، خو تر اوسه یوازې شاوخوا ۸ زره کسانو ته رسېدنه شوې او اړتیاوې لا هم ډېرې پراخې دي. د راپور له مخې، په سمنګان، کندوز او بغلان ولایتونو کې نغدي مرستې د خلکو تر ټولو لومړنۍ او بېړنۍ اړتیا بلل شوې ده.

له بلې خوا د سېلابونو ځپلي خلک وایي، چې د کورونو، کرنیزو ځمکو او څارويو د له منځه تلو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومت او مرستندویو بنسټونو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي. د هغوی په وینا، ډېری کورنۍ سرپناه، خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته سمدستي اړتیا لري.

اوچا دغه راز ویلي، چې د اړتیاوو د دقیقې پېژندنې لپاره یې سروې او ارزونې روانې دي او د کورنیو او نړیوالو ادارو سره په همغږۍ د مرستو رسولو لړۍ دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version