افغانستان

امریکا وایي، د ایران پر ۹۰ پوځي موخو مو بریدونه کړي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) وایي، امریکايي ځواکونو د ایران پر وړاندې د عملیاتو په وروستي پړاو کې شاوخوا ۹۰ پوځي موخې په نښه کړې دي.

د سېنټکام په وینا، په دغو موخو کې د هوايي دفاع سیستمونه، د ساحلي څار تجهیزات، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د ساتنې مرکزونه، سمندري پوځي وړتیاوې او لوژستیکي تاسیسات شامل دي. دغه قومانداني زیاتوي چې دا بریدونه د تېرې شپې د عملیاتو دوام و، چې پکې نږدې ۸۰ نورې پوځي موخې او د سپاه پاسداران له ۶۰ زیاتې چټکې پوځي بېړۍ هم په نښه شوې وې.

سېنټکام وایي، دا عملیات په هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو بېړیو د ایران د برید په غبرګون کې ترسره شوي دي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، که ایران بیا برید وکړي، واشنګټن به یې «۲۰ چنده سخت» ځواب ورکړي.

ایران د امریکا د بریدونو پر ضد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر او سرمنشي ته رسمي اعتراض‌لیک استولی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي سعید ایرواني ویلي، امریکا د ایران پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا «لوی بریدونه» کړي چې د ملګرو ملتونو له منشور او نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *