افغانستان

د شاپور ځدراڼ د مړینې له امله د شپږیزې لیګ سیالۍ دوه ورځې وځنډول شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ‌اچوونکي شاپور ځدراڼ د کورنۍ سره د همدردۍ او خواخوږۍ په موخه یې د شپږیزې کرېکټ لیګ د ۱۱م پړاو سیالۍ د دوو ورځو لپاره ځنډولې دي.

کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د شاپور ځدراڼ جنازه به نن مازیګر کابل ته ورسېږي او د پنجشنبې په ورځ به خاورو ته وسپارل شي.

د خبرپاڼې له مخې، د شاپور ځدراڼ د کورنۍ او مینه‌والو د درناوي او خواخوږۍ په پار به د چهارشنبې او پنجشنبې ورځې د شپږیزې لیګ ټولې لوبې ترسره نه شي. د سیالیو نوی مهالوېش به وروسته اعلان شي.

افغانستان کرېکټ بورډ یو ځل بیا د شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ، خپلوانو او مینه‌والو ته یې د صبر او زغم هیله کړې ده.

شاپور ځدراڼ، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له مشهورو چټکو توپ‌اچوونکو څخه و، تېره ورځ د څو میاشتو سختې ناروغۍ وروسته وفات شو. نوموړی له اوږدې مودې راهیسې د هند په نوي ډیلي ښار کې د یوه روغتون تر درملنې لاندې و او د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو له ناروغۍ کړېده.

د نوموړي مړېنه د کرکټ مینه‌والو او لوبغاړو، مخورو شخصیتونو، سیاستوالو او ګڼو مشهورو څېرو د خپګان سبب ګرځېدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *