نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوس لپاره پر ایران د پوځي بریدونو د پراخولو له طرحې تېر شوی دی.
د راپور له مخې، د امریکا د حکومت له مهمو اندېښنو څخه یوه په منځني ختیځ کې د پاتریوټ دفاعي توغندیو او د هوايي دفاع د نورو مهماتو د زېرمو کمښت دی.
امریکایي چارواکو ویلي، که پراخ پوځي عملیات بیا پیل شي، نو پر دغو زېرمو به سخت فشار وارد شي.
نیویارک ټایمز همداراز لیکلي، چې په سیمه کې د جګړې پراخېدل، له واشنګټن څخه د خلیج د عربي متحدانو واټن اخیستل، نړیوالې اقتصادي اغېزې، او د انرژۍ او کډوالو د بحرانونو ژورېدل هم د ټرمپ د ادارې له مهمو اندېښنو څخه دي.
د راپور له مخې، د دغو اندېښنو له امله ټرمپ پرېکړه کړې، چې لږ تر لږه د اوس لپاره پر ایران د پوځي بریدونو د پراخولو پلان عملي نه کړي.
