افغانستان

افغانستان کې په پوځي لیکو کې د ماشومانو جذب ډېر شوی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت په پوځي لیکو کې د ماشومانو د جذب او کارولو تأیید شوې پېښې ۸۱ سلنه زیاتې شوې او ۵۵۷ ته رسېدلې دي.

د راپور له مخې، په ثبت شویو پېښو کې د ځینو ماشومانو عمرونه ۱۲ کلونو ته رسېدل. همدارنګه، د ۶۴ ښوونځیو او یوه روغتون پوځي استعمال ۳۲ زره او ۵۰۰ ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې کړي دي.

بلخوا، د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د کم‌عمره کسانو ګومارل په اسلامي امارت کې په کلکه منع دي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ردوي.

ملګرو ملتونو هم د ماشومانو د جذب د مخنیوي او د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د حقونو د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *