افغانستان سوداګري

افغانستان له پاکستان پرته د انارو لوی صادرات ترسره کړل

پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، افغان سوداګرو د سیمې له بدیلو مسیرونو په استفادې د صادراتو روان بهیر خوندي ساتلی او یوازې د کندهار ولایت څخه ۲۳ زره ټنه انار د هند، مالیزیا، قزاقستان، روسیې او ازبکستان په ګډون بیلابیلو بازارونو ته صادر شوي دي.

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د دغو صادراتو ټولیز ارزښت شاوخوا لس نیم مېلیونه ډالر اټکل شوی.

بلخوا یو شمېر سوداګر وايي، چې د پاکستان تکراري بندیزونه د دوی لپاره لوی سرخوږی و، خو بدیلې لارې اوس ورته د لګښت، وخت او ثبات له درکه تر ټولو غوره انتخاب بلل کېږي. د دوی په خبره، د ایران چابهار، د قزاقستان – ازبکستان مسیرونه او د روسیې لارې د پاکستان په پرتله ډېرې باوري ثابتې شوې دي.

ځايي باغداران او صادرونکي  له چارواکو څخه غوښتنه کوي، چې د پاکستان د غیرې مسؤلانه کړنو په مقابل کې د شمال، لوېدیځ او ختیځو سیمو له  لارو  دایمي سوداګریز دهلېزونه په بشپړه توګه فعال کړي. دوی ټینګار کوي، چې یوازې د بدیلو لارو پراختیا کولای شي د افغانستان اقتصادي راتلونکی خوندي کړي.

اقتصادي شنونکي هم په دې باور دي، چې د پاکستان پرلپسې د غیرې مشروع کړنو په افغانستان کې طالب مسؤلین دې ته اړ کړل، ترڅو خپله سوداګریزه تګلاره بدله کړي. دوی وایي، د هوايي دهلېزونو پراختیا، د منځنۍ آسیا ترانزیټي دهلېزونه، د ریل‌پټلۍ پروژې او د ایران او هند له بندرونو سره ګډې هوکړې اوس د هېواد لپاره حیاتي ارزښت لري.

د یادونې وړ ده،  پاکستان له کلونو راهیسې د سیاسي فشار، امنیتي پلمو او دوه‌ اړخیزو اختلافاتو په پلمه د افغانستان سوداګریزې دروازې په وار وار تړلي. دغه کړنه نه یوازې د افغان صادرونکو پر وختي صادراتو منفي اغېز کړی، بلکې د پاکستان د ټرانزیټ عایدات او د دوی د مارکېټونو باور یې هم زیانمن کړی دی.

د متخصصینو په وینا، پاکستان د سیمه‌ییزو اقتصادي دهلېزونو له سیالۍ وروسته د ترانزیټ د کمېدو له ستر خطر سره مخ دی، ځکه افغانستان اوس د منځنۍ آسیا، ایران، چین او هند له لارې خپلو صادراتو ته دایمي بدیلونه مومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *