Home افغانستان افغانستان د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ بې‌ساري بحران سره مخامخ دی
افغانستان

افغانستان د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ بې‌ساري بحران سره مخامخ دی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې افغانستان د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له جدي او بې‌ساري بحران سره مخ دی او د نړۍوالو مرستو کمښت د میلیونونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي، خو له هر څلورو ماشومانو درې یې اړینې مرستې نه شي ترلاسه کولای. دغه بنسټ وايي، چې د بودیجې کمښت د مرستندویه فعالیتونو لمن نوره هم راټوله کړې او د ماشومانو وضعیت یې لا پسې خراب کړی دی.

په افغانستان کې د دې ادارې مشر جان ایلیف ویلي، دا حالت بې‌ساری دی او که بیړنۍ مالي مرستې برابرې نه شي، د میلیونونو ماشومانو ژوند به له جدي ګواښ سره مخ شي. د هغه په وینا، د مرستو د کمېدو له امله د شاوخوا ۱۷ اعشاریه ۴ میلیونه کسانو بشري اړتیاوې په بشپړ ډول نه شي پوره کېدای.

راپور همداراز څرګندوي، چې په لرې پرتو سیمو کې مېشتې کورنۍ د خوراکي توکو له سخت کمښت او روغتیايي خدمتونو ته له محدود لاسرسي سره مخ دي، چې دا وضعیت د ماشومانو او میندو د روغتیا خطر نور هم زیاتوي. د خوړو نړۍوال پروګرام له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې زیاتې کړي، څو د افغانستان د ماشومانو د ژغورلو لپاره بیړنی اقدام وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version