Home افغانستان د افغان زعفرانو صادرات په ۲۰۲۵ کال کې د پام وړ زیات شوي
افغانستان سوداګري

د افغان زعفرانو صادرات په ۲۰۲۵ کال کې د پام وړ زیات شوي

An Afghan man along with children harvest saffron flowers in a field on the outskirts of Herat province on Oct. 31, 2022. (AFP)

د طالبانو حکومت د هرات محلي ادارې مسوولین وايي، افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د زعفرانو د صادراتو له لارې شاوخوا ۵۴ میلیونه امریکايي ډالر عاید ترلاسه کړی دی. د دوی په خبره، په دې موده کې ټولټال ۵۶ ټنه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، چې دا د تېر کال په پرتله د نږدې ۱۰ میلیونه ډالرو زیاتوالی ښيي.

د چارواکو په وینا، دا زیاتوالی د افغان زعفرانو پر وړاندې د نړۍوال باور د پیاوړتیا او د صادراتي بازارونو د پراخېدو څرګندونه کوي. افغان زعفران اوس د اسیا، اروپا، منځني ختیځ او شمالي امریکا ګڼو هېوادونو ته لېږدول کېږي، چې په کې هند، هسپانیا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، امریکا، کاناډا، بریتانیا، ترکیه او عمان شامل دي.

تر دې وړاندې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو، چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې له افغانستانه څه باندې ۲۲ ټنه زعفران نړۍوالو بازارونو ته صادر شوي وو، چې ارزښت یې نږدې ۳۰ میلیونه ډالرو ته رسېده. د دې خونې په خبره، د زعفرانو د صادراتو بهیر لا هم روان دی.

بل لور ته، په بروکسل کې مېشت خوند نړۍوال انسټيټيوټ د هرات زعفران د نړۍ تر ټولو غوره زعفران بللي دي. دغه بنسټ دا نړۍوال لقب د لسم ځل لپاره د هرات زعفرانو ته ورکړی، چې دا د افغان زعفرانو د کیفیت او اعتبار د دوام نښه ګڼل کېږي.

د کرنې د برخې د معلوماتو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۹۵ سلنه زعفران په هرات ولایت کې تولیدېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version