افغانستان

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې ګڼې ننګونې موجودې دي

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د شته ستونزو په اړه اندېښنې مطرح کېږي.

د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې ګڼې رسنۍ له بېلابېلو ستونزو او محدودیتونو سره مخ شوې دي. د رسنیو مسوولان وايي، د مسلکي بشري ځواک کمښت، مالي ستونزې، اطلاعاتو ته محدود لاسرسی او د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې ستونزې هغه عمده ننګونې دي، چې د رسنیو پر فعالیت یې اغېز کړی دی.

د رسنیو د کارکوونکو په وینا، اطلاعاتو ته پر وخت، دقیق او بشپړ لاسرسی د مسلکي او باوري خبریالۍ له اساسي اړتیاوو څخه دی؛ خو په ځینو مواردو کې د معلوماتو ترلاسه کول د خبریالانو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍواله هر کال د سپټمبر په ۲۸مه لمانځل کېږي. یونسکو په ۲۰۱۵ کال کې د سپټمبر ۲۸مه د اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍوالې د ورځې په توګه وټاکله او په ۲۰۱۶ کال کې د لومړي ځل لپاره د نړۍوالې ورځ په کچه ولمانځل شوه. وروسته د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۹ کال کې دا ورځ په رسمي ډول د ملګرو ملتونو په کچه وپېژندله.

د دې ورځې موخه اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي د حق د اهمیت روښانه کول، د معلوماتو د شفافیت پیاوړتیا او د اطلاعاتو د ترلاسه کولو په برخه کې د خنډونو د له منځه وړلو لپاره د عامه پوهاوي زیاتول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *