افغانستان سیاست

خلیلزاد: پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې له دوه‌مخې سیاست څخه لاس واخلي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د تېرو ۳۰ کلونو تاریخ ښيي چې د افغانستان په اړه د پاکستان د څرګندونو او کړنو ترمنځ پراخ واټن موجود دی.

خلیلزاد په یوه بیان کې ویلي، د امریکا د حضور پر مهال پاکستان هغو وسله‌والو ته پناه او ملاتړ ورکاوه چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو پر ضد جګړه کوله؛ خو اسلام‌اباد تل دا خبره ردوله.

نوموړي د پاکستان دا سیاست دوه‌مخې لوبه بللې او ټینګار یې کړی، چې باید پای ته ورسېږي.

خلیلزاد وايي، اوس د دې وخت دی چې افغانستان او پاکستان د اړیکو نوې پاڼه پرانیزي او د اقتصادي همکاریو او پراختیا لپاره ګډ کار وکړي.

هغه وړاندیز کړی، چې دواړه هېوادونه باید هوکړه وکړي چې د یوه هېواد خاوره به د بل هېواد د امنیت د ګواښلو لپاره نه کارول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *