افغانستان

د ایران ولسمشر د افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د کابینې په پرونۍ غونډه کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

پزشکیان ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو کچه باید له اوسني وضعیت لوړه شي او اړوندې ادارې دې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې شته خنډونه د بنسټیزو حل‌لارو له لارې لرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم ویلي و، چې د طالبانو د رسمیت پیژندلو پرته له افغانستان سره خپلو تعاملاتو ته دوام ورکوي.

مسعود پزشکیان دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې کابل او تهران په دې وروستیو کې د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانزیټ او کرنې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *