د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې په هېواد کې د رسنیو ازادي، د خبریالانو کاري خوندیتوب او د رسنیو اقتصادي وضعیت د پام وړ خراب شوی دی.
راپور د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) د معلوماتو پر بنسټ وايي، افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې له ۱۲۲م مقام څخه ۱۷۸م ته راټیټ شوی دی.
د امسو په وینا، له ۲۰۲۱ کال وروسته د مالي ستونزو، د خبریالانو د کډوالۍ او محدودیتونو له امله د افغانستان له ۴۰ تر ۵۰ سلنې پورې رسنۍ تړل شوې یا یې فعالیتونه ځنډولي دي. د ار اس اېف د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ له افغانستانه ۶۷۷ خبریالان تبعید شوي او اوس په ۲۸ هېوادونو کې مېشت دي.
راپور زیاتوي، چې د ښځینه خبریالانو حضور هم په بېساري ډول کم شوی او له ۸۰ سلنې څخه ډېرې ښځینه خبریالانې له رسمي رسنیز کاره وتلې دي.
امسو د جولای له ۱۰مې څخه د اګست تر ۱۰مې پورې د ثبت شویو پېښو په اړه وايي، چې په کابل، ننګرهار، بدخشان، کندهار، هلمند، زابل، نورستان، ارزګان او ځینو نورو ولایتونو کې خبریالان له استخباراتي څار، نیونو، د راپورونو له محدودیت، د تصویر اخیستلو له بندیزونو او فشارونو سره مخ شوي دي.
د راپور د پایلې له مخې، د رسنیو پر وړاندې روان فشارونه یوازې د خبرونو تر کنټرول محدود نه دي، بلکې د خبریالانو پر شخصي فعالیتونو، رسنیزې خپلواکۍ او مالي چارو هم اغېز کوي.
