افغانستان

یوناما: د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره پراخ نړۍوال ملاتړ اړین دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وایي، د ترهګرۍ اړوند اندېښنې د افغانستان اړیکې له ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره پېچلې کړې دي.

یوناما زیاتوي، له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د افغانستان مهم تعاملات ځینې اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي، خو دوامدار ثبات د هغو بنسټیزو خطرونو د هواري لپاره پراخ نړیوال تعامل ته اړتیا لري چې د افغانستان او سیمې اوږدمهاله ثبات ګواښي.

یوناما له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره اصولي او عملي تعامل ته دوام ورکړي، د افغانانو د هیلو ملاتړ وکړي او د هېواد د اوږدمهاله بیا رغونې او نړیوالې بیا ادغام لپاره هر اړخیزه تګلاره غوره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *